19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار په شېرزادوکې د پوځي قرارګاوې جوړول دوام لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر
په داسې حال کې چې دننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ زياتې برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي؛ جګپوړي پوځي مقامات په دغو سيموکې د پوځي قرارګاوو د جوړولو خبره کوي. 
پوځي مقامات وايي چې د طالبانو له شتون څخه په پاکو شويو سيموکې به د پوځي قرارګاوو په جوړولو سره له يوې خوا غواړي چې شېرزادو ته د ډاراچوونکو د احتمالي راستنيدو مخه ونيسي او له بله پلوه د حکومتوالۍ، بيارغاونې او پراختيا بهير لپاره زمينه برابره کړي.    
د رارسېدلو خبرونوله مخې: د وروستۍ يوې مياشتې په بهيرکې د شېرزادو په ځينو سيموکې لسګونه قراګاوې جوړې شوې دي او دغه بهير دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه قرارګاوې د شېرزادو د خلکو په غوښتنه جوړېږي.    
د شېرزادو اوسېدونکي له دې امله چې له کلونو وروسته خپل ځواګونه ترڅنګ ويني؛ خوشحاله دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په شېرزادو کې د ځواکونو د دايمي ځاى پرځاى کولو ترڅنګ د بيا رغاوني بهير هم ګړندى کړي.
پاى \ ج \ذ


 

Last modified on Monday, 20 January 2020 11:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.