دوه بهرني پيلوټان ټپيان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر
دوه بهرني پيلوټان په هلمند کې پر يوه هليکوپټر د طالبانو په راکټي بريد کې ټپيان شول.
دغه هليکوپټر د اوکراين و او په قراردادي ډول يې په هلمند کې د ملي اردو د قطعاتو د اکمالاتو دنده په غاړه لرله.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: په کجکي ولسوالۍ کې يرغلګرو پر دغه هليکوپټر توغنديز بريد وکړ او ويجاړ شو.
اوکرايني مقاماتو رسنيو ته ويلي چې په دغه راکټي بريد کې اوکرايني پيلوټ ته زيان      نه دى اوښتى او د هغه دوه همکاران چې د مالديف اتباع دي؛ ټپيان شوي دي.
دغو مقاماتو دغه راز ويلي دي چې د طالبانو د بريد په وخت کې په هليکوپټر کې همدا درې کسان موجود وو.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو خبرځايونو پرون وويل چې ددغه هليکوپټر د راغورځېدو په پېښه کې د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان شوي دي.
پاى \ج \ذ

 

Last modified on Sunday, 26 January 2020 12:25
back to top