23 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیکا کې د نشه يي توکو پنځه زېرمې کشف او له منځه یوړل شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دسلواغې۶مه/ باختر
د پکتیکا د وازېخوا ولسوالۍ په بېلابېلو سیموکې د نشه يي توکو پنځه زېرمې له منځه وړل شوې دي.
ځايي چارواکي وايي چې پولیسو تېره شپه د وازېخوا په جان شاه، شاهین او څلګرو کلیو کې عملیات ترسره کړل.
د پکتیکا دامنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په  عملیاتو کې د نشه يي توکو پنځه زېرمې له منځه وړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په زېرموکې شاوخوا ۷ زره کیلو ګرامه چرس له منځه وړل شوي او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په عملیاتوکې د طالبانو د مخابرې مرکز له منځه وړل شوی او وسایل او مهمات يې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
پای/وصال

Last modified on Monday, 27 January 2020 04:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.