دبلخ دشور تپې ولسوالۍ څو کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزار شریف / دسلوافې ۷ / باختر
امنیتي مسوولان وایي چې له  پرون څخه را په دې خوا  دبلخ په شور تپې ولسوالۍ کې څو کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شول .
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ، محمد حنیف رظایي باختر آژانس ته وویل چې د۶۱۰ شاهین عملیاتو په بهیر کې دبلخ په شور تپې ولسوالۍ کې څو کلي ،څوقرار ګاوې او دطالبانو پټنځایونه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوی دي .
هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې یو طالب ووژل شو او ۴ نور ټپیان شول .
پای شکریه

 

Last modified on Monday, 27 January 2020 09:28
back to top