23 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نهه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
نهه وسله وال طالبان په هلمند کې دپوځيانو په هوايي  او توپچي  بريدونوکې ووژل شول او لس نور ټپيان شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه دلښکرګاه ښار ته څېرمه او په نادعلي ولسوالۍ کې بريدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره  ليکلي دي چې په دې بريدونوکې دوسله والو طالبانو يو قوماندان له اتو نورو ډار اچوونکو سره ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې په دې بريدونوکې  دوسله والو طالبانو دوه پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې له  منځه وړل شوي دي
  ديوبل خبرله مخې،  دهلمند پوليسو ددغه ولايت له  ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٤ ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ ج _اکرم

Last modified on Monday, 27 January 2020 09:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.