څلور وسله وال طالبان په فراه کې ونيول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
څلور وسله وال طالبان پرون په فراه کې ونيول شول .
دغه طالبان دپشت کوه اودقلعه کاه په ولسواليو کې دپوځيانو په عملياتو کې ونيول شول .
دفراه ددويمې پلې لوا وياند حشمت الله احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت دپشت کوه اوقلعه کاه په ولسواليو کې دوسله والو طالبانو دځپلو په مقصد  له يوې مياشتې راپديخوا دپوځيانو پراخ عمليات پيل شوي دي . هغه وويل چې دپوځيانو نوې لاس ته راوړنې دڅلوروتنو وسله والو طالبانو نيول دي اوددښمن يوه مهمه  قرارګاه هم ويجاړه شوه
هغه وويل: ددغو عملياتو په بهير کې ددغو ولسواليو په مربوطاتو کې  شپږويشت ماينونه کشف او شنډ شول او فولدر ډوله يو موټر ، يو موټرسايکل   يومخابره اودماين دکشفولو يوه آله  دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ سعيده_ اکرم

 

back to top