دهېواد په ختيځ کې دڅلورو ډاراچوونکو نيول کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
څلور ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو کسانو تېره شپه  په کونړ اوننګرهار کې بريدونه شوي دي  .
دهېواد په ختيځ کې يوه پوځي مقام باختراژانس ته وويل چې نيول شوي کسان دطالبانو اوداعشيانو دډلې غړي وو .
هغه وويل: دغه ډار اچوونکي په ډار اچوونکوفعاليتونوبوخت وو چې پرې بريدونه وشول .
له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل او نشه يي توکې ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په کونړ کې  دوه داعشيان دولت ته تسليم شول .
ملا سحرګل  او ملا سعيد الله  کلونه کلونه  دکونړ په ځينوبرخو کې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو .
دهېواد په ختيځ کې سيلاب قول اردو په يوه خبرپاڼه کې  وايي چې  دغه داعشيان هغه څه چې په تيرو وختونوکې دخپل هېوادوالودوينې تويولو اوورانکار فعاليتونه ترسره کړي و پښيماني وښودله او ويې ويل  چې له دې وروسته به دهېواد دبيا رغاونې اودامنيت په تامينولو کې ونډه واخلي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Monday, 27 January 2020 12:04
back to top