22 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ډاډګيرنې پيغام

د ډاډګيرنې پيغام

کابل/ د کب ٣مه/ باختر د لوړو زده کړو وزارت د...

په کونړکې د دوو سترو پلونو د بيا رغاونې د کار پيل

په کونړکې د دوو سترو پلونو د بيا رغاونې د کار پيل

کابل/ د کب ٣مه/ باختر په کونړکې د دوو سترو پلونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دننګرهار دشيرزاد دعملياتو په دوام نن لس وسله وال طالبان ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
  دننګرهار په شيرزاد کې  دډار اچونې ضد عملياتو په دوام لس وسله وال طالبان ووژل شول .
پوځيان وايي چې په نويو لاس ته راوړنوکې دشيرزاداوولس کلي دډار اچونکو له شتون څخه پاک شول .
دډار اچونې ضد دغه عمليات دملي اردو او دملي پوليسو دسلګونو منسوبينو په ګډون او دهېواد دهوايي پوځ په ملاتړ يوه مياشت مخکې پيل شوي او په قوت سره دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې سېلاب قول اردو ديوې خبرپاڼې په  خبرولو سره ويلي دي چې په شيرزاد کې دډار اچونې ضد عملياتوپه  بهير کې  په نويو نښتو کې دطالبانودډلې  لس غړي ووژل شول .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې دشيرزاد اوولس کلي دډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دډار اچونې ضد عملياتو له پيل څخه ديوې مياشتې په بهير کې  دشيرزاد زياتره سيمې دطالبانوله شتون څخه پاکې شوې دي .
هغوى وايي چې په بشپړه توګه دامنيت دټينګښت او دحکومتوالى  اوبيا رغاونې دبهير د بيا پيلولو  لپاره دطالبانو له شتون څخه دشيرزاد په پاکو شويو برخو کې  ددايمي قرارګاوو په جوړولو  بوخت دي .
ختم _ ف _ اکرم

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 04:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.