06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان په ختيځ کې د زرګونو کيلوګرامه چاودېدونکو توکو کشف

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې۳۰ مه/ باختر
د افغانستان په ختيځ کې زرګونو کيلوګرامه چاودېدونکو توکي کشف او ترلاسه شول.
دغه توکي نوي له پاکستان څخه افغانستان راوړل شوي وو او د هېواد په ختيځ کې په دو پړاوونو کې له يو کس څخه ونيول شول.
ټاکل شوې وه دغه چاودېدونکي توکي ډاراچوونکو ته ورکړل شي.
طالبان او داعشيان هغه چاودېدونکي توکي چې له پاکستان څخه ترلاسه کوي؛ د بمونو، ماينونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړلوکې ترې کار اخلي په افغانستان کې.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي مامورينو لومړى دغه کس له ٤٥ بوريو چاودېدونکو توکو او لسګونه بسته ثانيه سوز سره په جلال آباد ښارکې ونيو او له تحقيقاتو وروسته په ده پورې اړوند نور ٥٥ بورۍ  چاودېدونکي توکي د کوز کونړ ولسوالۍ د شګي ساحې له يوې کنډوالې څخه ترلاسه کړل.
هغه په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف وکړ  چې  غوښتل  يې زرګونه ګيلوګرامه  چاودېدونکي توکي د هېواد په ختيځ کې د ډار اچوونکو ډلو په واک کې ورکړي.
پوليس وايي: دغه چاودېدونکي توکي په پاکستان کې جوړ شوي او د ويجاړولو زيات       توان لري.
پاى \ ذ

 

Last modified on Wednesday, 19 February 2020 12:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.