02 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې ډار اچوونکو ته د سر زيان

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر
په ننګرهارکې د پوځيانو په نويو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ١٤ ډار اچوونکي  ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه او نن سهار د لعل پورې، خوږياڼيو او شېرزادو ولسواليو په ځينو سيموکې بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د درېيمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوځيانو په بريدونوکې ١٤ ډار اچوونکي وژل شوي او يو شمېر نوريې ټپيان شوي دي.
پوځيان وايي چې وژل شويو ډار اچوونکو د طالبانو او داعش په ډلو پورې اړه درلود.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په بريدونوکې د ډار اچوونکو درې پټنځي او څو موټرونه هم ويجاړ شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د ننګرهار د لعل پورې په ولسوالۍ کې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه کشف شوه.
پوليس وايي چې په دې زېرمه کې د بمونو او ماينونو په ګډون څو جنګي وسايل او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د ننګرهار په ګڼ مېشتو لاروکې د ٤ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو د رامنځته کېدو مخه ونيوله.
ختم- ف – اکرم

 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.