06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غورکې د پوځيانو سترې لاسته راوړنې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب لومړۍ/ باختر
په هريرود توپان عملياتوکې شامل ځواکونه پرون له سترو لاسته راوړنو سره خپلو مرکزونو ته ستانه شول.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې د پوځيانو لاسته راوړنې په ګوته کړې او څرګنده يې کړه چې په عملياتوکې د غور- هرات عمومي واټ چې طالبانو يې تړلى و، پرانيستل شو او ٣٧٠ طالبان له ډول ډول وسلو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم شول او د غور د شهرک ولسوالۍ او د هرات  د چشت ولسوالۍ په مربوطاتوکې څه د پاسه ١٠٠ کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې پوځيانو د طالبانو د نشه يي توکو دوه کارخانې او د ماين جوړولو يوه کارخانه وچوله او د امنيتي ځواکونو پنځه موټرونه چې له دښمن سره وو، د پوځيانو لاس ته ورغلل.
د خطيبي د څرګندونو له مخې؛ امنيتي او دفاعي ځواکونو د غور – هرات د عمومي واټ په تګلوري کې په دره جام او دره ګګ سيموکې ويجاړې شوې ساحې ترميمې  کړې او د لېږدونکو وسايطو د تګ راتګ زمينه برابره شوې ده او د دغې لويې لارې په تګلوري کې دوه امنيتي بيزونه هم جوړ شوي دي.
ختم- ف – اکرم


 

Last modified on Thursday, 20 February 2020 11:30

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.