07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز...

 په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٦ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د نافذو قوانينو پر بنسټ؛ پر دولتي تاسيساتو بريد او د هغو غصبول او ورانول او دغه راز د دولتي  بنسټونو د کاري چارو پر وړاندې د خنډونو جوړول، ملي خيانت او جرم ګڼل کېږي. امنيتي او دفاعي ځواکونه موظف دي چې د دغه شان اقداماتو مخه ونيسي او هم اعتراض کوونکو ته ابلاغوي چې د دولتي بنسټونو پر ويجاړولو او غصبولو اقدام ونه کړي؛ له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
اعتراض کوونکي انتخاباتي ډلې دې، د خپلو اعتراضي حرکتونو په بهيرکې دغه ټکي په جدي توګه په پام کې ونيسي:
• مظاهره کوونکي دې د قانون په رڼا کې خپل حرکتونه ترسره کړي.
• اعتراض کوونکي دې د وسلو له لېږدولو څخه چې د امن او عامه نظم د ګدوډولو سبب کېږي؛ په کلکه ډډه وکړي.
• اعتراض کوونکي دې ټولګټو تاسيساتو ته پاملرنه وکړي او د هغو له ويجاړولو څخه ډډه وکړي.
• اعتراض کوونکي دې د دولتي تاسيساتو پر ويجاړولو اقدام و نه کړي.
له ټولو اعتراض کوونکو انتخاباتي ډلو څخه غوښتنه کېږي چې د هېواد د نافذو قوانينو په رڼا کې دې خپل اعتراضي حرکتونه ترسره کړي او ټولګټو تاسيساتو او د خلکو پت او حيثيت ته زيان و نه رسوي.
مظاهره کوونکي دې د اعتراضي حرکتونو له ترسره کولو مخکې، د خپلو مظاهرو  وخت او ځاى له امنيتي ځواکونو سره شريک او عامه نظم په جدي توګه رعايت کړي.
د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه خلکو ته ډاډ ورکوي چې په بشپړې همغږۍ سره، د هېواد د خلکو د سر او مال پر ساتنې ځان مسوول او مکلف بولي او د امن او عامه نظم هېڅ اخلالګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې زموږ د پتمنو خلکو آرامي ګډوډه کړي.
پاى \ج \ ذ

 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.