07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په کونړ کې ونمانځل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر
دهېواد د امنيتي او د فاعي ځواکونو ملي ورځ تېره شپه په کونړ کې  ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، محصلانو، زده کوونکو اوسيمه ييزو مسوولينو ګډون کړى وو.
په دغو مراسمو کې برخه والو قومي مشرانو د خلکو د امنيت تامينولو، واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په لاره کې د پوځيانو سرښندنې وستايلې او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د پوځيانو ترڅنګ ودرېږي .
ديني عالمانو د پوځيانو سرښندنې او اقدامات  د اسلامي زده کړو مطابق وبلل او د انساني، اخلاقي، ديني او هېواد پالنې له نظره يې د پوځيانو ملاتړ يوه وجيبه وبلله .
د دغو مراسمو په پاى کې  برخه وال د اسعداباد واټونو ته راووتل او له پوځيانو سره يې روغبر وکړ او هغوى ته يې ګلان ورکړل .
د افغانستان دولت د کب د مياشتې لومړۍ لسيزه په رسمي ډول  د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي اوونۍ په توګه نومولې ده .
ختم_ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.