د ملي امنيت څارنوالۍ پر خپل وخت دبنديانو د دوسيو پر څېړنې ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر :
دقندهار د ملي امنيت  څارنوالۍ رياست مسوولين وايي:  هڅې کوي چې پر خپل وخت دبنديانو دوسيې  وڅېړل شي .
داپه داسې حال کې ده چې د افغانستان په جيلونو کې بنديان  تل په خپل وخت دخپلو دوسيو دنه څېړنې په خاطر شکايت کوي .
په ځينو مواردو کې  داسې رامنځ ته شوي چې يوبندي په خپل وخت  دخپلې دوسيې دنه څېړنې په دليل  له ټاکلې مودې څخه زيات  په جيل کې  شپې سباکوي .
دقندهار  د ملي امنيت څارنوالۍ يومسوول عبدالحليم مزاروال وايي:  دتورنو کسانو  د دوسيو دڅېړنې بهير يې  اسانه کړى او دغه بهير اوس  په خپل وخت او په لږه موده کې تېرېږي .
هغه چې دشپاړلسو بې ګناه  پيژندل شويو کسانو دخلاصون په مراسموکې په محکمه کې خبرې کولې وويل  چې نور به هيڅ کومه دوسيه  په غير قانوني ډول ونه ځنډول شي .
په خلاصو شويو کسانو دورانکارو اوتروريستي بانډونوکې  دغړيتوب تور لګول شوې وو ،  چې محکمې  هغوى ته برائت ورکړ .
  ختم _ ج _ اکرم

 

Last modified on Wednesday, 26 February 2020 12:27
back to top