06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تاوتريخوالي کمښت اوونۍ په بهير کې په هرات کې د طالبانو د دريو مواردو سرغړونو ثبت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دکب ٩مه / باختر
په داسې حال کې چې  په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمښت اوونۍ  دوام لري، د طالبانو ډلې يوازې په هرات کې  درې ځلې له خپلو ژمنو سره سرغړونه کړې ده  .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې د طالبانو په ډلې پورې اړوندو وسله والو کسانو د هرات  په زاول ولسوالۍ کې د خپلو ژمنو پرخلاف  يو متقاعد ډګروال  وتښتاوه .
دغه راز   شينډنډ  ولسوالۍ کې په  دوو جلا جلا پېښو کې د طالبانو د ډزو  په پايله کې  دوه پوځيان  ټپيان شول.
داپه داسې حال کې ده چې په هرات کې  امنيتي اودفاعي ځواکونه  په خپلو ټولوژمنو ولاړ دي  او په دفاعي حالت کې دي .
دتاوتريخوالي کمښت اوونۍ  د تېرې جمعې  په شپه په ١٢ بجو پيل او د شنبې دشپې تر نيمايي پورې به دوام ولري .
ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.