19 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دقندهار چاودنې دسرزيان نه دې اړولې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دقندهار ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې په دغه ولايت کې ننني چاودنې دسرزيان نه دې اړولې .
نن له غرمې وروسته د دريو بجو په شاوخوا کې دقندهار ښار دڅلورمې ناحيې په مربوطاتوکې يوه چاودنه وشوه، خو دقندهار د والي ويندوى جاويدفيصل وايي چې په دې چاودنه کې دسرزيان نه دې اوښتې .
ده له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل چې وسله والو طالبانو بم په يوبايسکل کې ځاى پرځاى کړي و.
دا دويمه چاودنه ده چې  نن په قندهار کې شوې ده .
لومړى چاودنه چې ويل کيږي د وسله والو طالبانوله خوا دځاى پرځاى شوى ماين دچاودنې زيږنده وه؛ نن سهار دقندهار _ لښکرګاه په لاره کې دملکي وګړو دسپرلۍ په يو موټر وشوه .
سيمه ييزو مقاماتو تائيد کړه چې په دې چاودنه کې يوه ښځه او يو ماشوم ووژل شو او درې تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
وسله وال طالبان په گڼ ميشتو لاروکې په ماين ښخولو سره زياتره پر ملکي وګړو بريدونه کوي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.