په لغمان کې یو ماین او د هاوان دوه سرګلولې کشف شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
د لغمان په قرغه یي ولسوالۍ کې یو ماین او د هاوان دوه سرګلولې کشف او شنډ کړای شوې.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رسنیو دفتر د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې وسله والو مخالفینو يو بوشکه یي ماین او د هاوان دوه سرګلولې د ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په موخه د لغمان د قرغه یي ولسوالۍ په قلعه رحیم سیمه کې ځای پرځای کړې وې چې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړي پلې لوا د ماین پاکۍ ټیم له لوري پرون کشف او شنډ شوې.
پاى/ ج


 

back to top