14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دولس طالبان په قندهارکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
دولس وسله وال طالبان په قندهارکې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
د رپوټونو له مخې؛ دغه يرغلګر تېره شپه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد نيت درلود چې د هوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په بريد کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٨ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج -اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.