14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

په کاپيسا کې د ملي اردو د دويم کنډک قوماندان شهيد شو

په کاپيسا کې د ملي اردو د دويم کنډک قوماندان شهيد شو

- کابل / د زمري ٢٤مه / باختر په کاپيسا کې...

طالبانو په روزګان کې دوه کوچنۍ نجونې په ډزو ووژلې

طالبانو په روزګان کې دوه کوچنۍ نجونې په ډزو ووژلې

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږ طالبان په روزګان کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې په دوو جلا جلا پېښو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ او د ترينکوت ښار ته څېرمه  هغه وخت بريدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړو کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نوريې ټپيان شول.
دغه قول اردو وايي چې دغه وسله وال طالبان پر موټر سايکلونو سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١١ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.