01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمود کرزی  د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

محمود کرزی د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

کابل/ ۱۲ جوزا/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې...

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د...

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بلخ کې د طالبانو پر مرکزونو مرګانى بريد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ١٨مه / باختر
په بلخ کې د طالبانو پر يو مرکز د هوايي ځواکونو په بريد کې ١١ وسله وال يرغلګر ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په چمتال ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په پوځي پوستو د بريدونو په طرحه کولو بوخت وو.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو وايي چې د طالبانو د غونډې د دغې سيمې په اړه د دغې ډلې يو غړى پوځيانو ته رپوټ ورکړى و.
دغه قول اردو د دغه وسله وال طالب نوم نه دى اخيستى، خو وايي چې هغه په چمتال کې پر پوځيانو او ملکي وګړو د يرغلګرو د بريد مخه ونيوله.
د رارسېدلو خپرونو له مخې؛ په بريد کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د طالبانو دغه مرکز ويجاړ شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د بلخ له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٨ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم - ج –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.