04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په فراه کې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کې د پوځيانو په عملیاتو کې د فراه څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
په فراه کې د ملي اردو د دویمې پلي لوا ویاند حشمت الله احمدي باختر آژانس ته وویل چې د فراه د قلعه کاه ولسوالۍ په مربوطاتوکې د توپان صفر- ۲ په نامه ګډ چاڼیز عملیات ترسره شول چې د دغې ولسوالۍ د ترکین، ګشکک، دسته ګل، دزد باد او هسته کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې دوه تونلونه چې طالبانو امنیتي پوستې ته څېرمه کیندلي وو؛ کشف او ویجاړ شول او د تونلونو په شاوخوا کې سيموکې د وسله والو طالبانو ١٦ ښخ کړای شوي ماینونه هم کشف او وچول شول.
هغه زیاته کړه چې دغه عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.
ختم/ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.