07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې...

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

-کابل / د چنګاښ ۱۷ مه / باختر د سولې لپاره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد خلکو د طالبانو له خوا د اعلام شوي اوربند هرکلی وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د هېواد د يوشمېر ولايتونو خلکو د طالبانو د مشرتابه له خوا د اعلام شوي اوربند هرکلی وکړۍ.
د طالبانو مشرتابه سره له دې چې څو ورځې مخکې له خپلو افرادو څخه غوښتي وو  چې د هېواد د پوځيانو په وړاندې د جګړې دسختوالي لپاره چمتو شي، خو تېره شپه اعلام وکړ چې طالبان د اختر په درېيو ورځوکې اوربند کوي.
په داسې يو حالت کې چې له يوې خوا د کرونا ويروس خپرېدل او له بله پلوه د هېواد په ځينو سيمو کې د جګړې سختوالي د خلکو ذهنونه اغېزمن کړي دي، د طالبانو له خوا د اوربند اعلام او له هغه څخه د هېواد د جمهوررييس هرکلي او ملاتړ د خلکو  د خوښۍ سبب شوى دى.
د کندز ښار اوسېدونکي سېد اجمل باختر آژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې زموږ د خلکو فکر د جګړو له زياتوالي څخه زيات اغېزمن شوی و.
هغه وويل: سره له دې چې د هېواد پوځي مشرانو کندز ته راغلل او پوځيان هم له پخوا  څخه زيات په لوړې روحيې سره د کندز دفاع ته چمتو دي، خو بيا هم جګړه، د ډزو غږونه او د خلکو وژنه نور خلک ستړي کړي دي.
هغه وويل چې په کندز ښار او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمو کې خلک ددغه اوربند که څه هم د درېيو ورځو لپاره اعلام شوى دى، هرکلی کوي او د  آرامۍ او خوښۍ احساس کوي او د دوى په زړونوکې په هېواد کې د سولې او روغې جوړې لپاره هيلې را ژوندې شوې دي.
د فراه اوسېدونکي امان الله هم وويل چې د طالبانو او پوحيانو ترمنځ د اوربند اعلام د فراه د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوى دى.
هغه له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل: اوس د افغانانو ترمنځ جګړه مفهوم او مانا نه لري. بايد دولت او هم طالبان سولې ته غاړه کېږدي او په هېواد کې د کرونا ويروس پرخلاف مبارزې ته شرايط برابر کړي چې خلک له دغه ستر مصيبت څخه وژغورل شي.
د ننګرهار اوسېدونکي زيارمل وويل: زموږ خلک د اختر ترڅنګ په هېوادکې له اعلام شوي اوربند څخه خوشحاله دي او دغه خوښي نن د ننګرهار د هر اوسېدونکي  په څېره کې ليدل کېده.
له هغه اوربند څخه چې دوه کاله مخکې په اختر کې د طالبانو او حکومت له خوا اعلام  شوی و، طالبان ډله ډله ښارونو ته راغلل او له پوځيانو او خلکو سره يې د اختر مبارکي وکړه او يادګاري عکسونه یې واخیستل او د خلکو، طالبانو او پوځيانو ترمنځ  زياتې خاطرې پاتې شوې. خو سږ کال د دغه اوربند په شرايطو کې ويل شوي دي چې طالبان بايد ښارونو ته لاړ نه شي او پوځيان هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو ته لاړ نه شي.
په هر ترتيب؛ دا د دولت او طالبانو ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره يوه ښه هيله او پيل دى او خلک هيله من دي چې له دغه فرصت څخه استفاده وشي او دواړه لوري د خبرو ميز ته کېني او قضيې د خبرو له لارې حل او په هېواد کې دايمي سوله تامينه کړي.
ختم – ج- اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.