07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې...

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

-کابل / د چنګاښ ۱۷ مه / باختر د سولې لپاره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اختر په درناوي دوه اړخیز اوربند

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /  دغبر ګولي ۴ مه / باختر
افغان حکومت او طالبانو دواړو د اختر په درناوي اوربند وکړ. افغانان د دغه سوله ییز اقدام هرکلی او ملاتړ کوي او د اختر په درشل  کې یې پر ټولوښکیلو خواوو غږ کړی و چې د اختر په ویاړ او د باور فضا د رامنځ ته کولو په موخه اوربند وکړي.
د باختر آژانس مفسر د دغه اوربند ارزښت ته کتنه کړېده او لیکي:
دغه اوربند سره له دې چې دایمي نه دی او لنډ مهالی دی، له هره پلوه ستر ارزښت لري.
تر ټولو ړومبی دا چې د اختر په ورځو کې اوریند زموږ دیني ارزښتونو ته د درنښت ښکارندویي  کوي. کوچنی اختر یو ستر اسلامي جشن دی او نمانځنه یې آرامې او سوله ییزې فضا ته اړتیا لري. که جګړه دوام مومي، نو څرګنده خبره ده چې فضا آرامه او سوله ییز ه کېدای  نه شي. اوربند د آرامې او سوله ییزي فضا لپاره لومړی اساسي شرط دی.
دویم دا چی اوربند د افغان ولس غوښتنو او هیلو ته د غاړې ايښودو مانا لري. افغانان تل ټینګار  کوي چې باید ښکیلې خواوې اوربند وکړي، له جګړې لاس  واخلي او د سولې خبرو ته سره کېني. افغان ولس په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې له موافقې راوروسته تل غوښتنه کوله چې باید اوربند وشي، بیا د روژې په رارسېدو د خلکو  یوه اساسي غوښتنه همدا د اوربند ټینګول وو، خو له بده مرغه په روژه کې اوریند ونه شو او جګړو زورواخیست. په کابل او یو شمېر ولایتونو کې خونړي بریدونه وشول او درنه مرګ ژوبله یې واړوله. د اختر په رانږدې کېدو خلکو بیا د ا وربند غوښتنه وکړه. له ښه مرغه، د اختر په شپه دواړو خواوو د اوربند زېری ورکړ. متل دی وایي  (کب چې هر وخت له اوبو وباسئ تازه د ی). افغانان د دغه اوربند هرکلی او ملاتړ کوي.
درېم دا چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند له پراخ نړیوال ملاتړ او هرکلی سره مخ شو او دا جوتوي چې نړیواله ټولنه د سولې پر لور  د عملي ګامونو تږې ده او په دې  لاره کې د هر نوښت ننګه کوي.
څلورم دا چې دغه اوربند وښوده که کورنی او نړیوال فشار دوام ومومي نو په جګړه کې ښکیلې خواوې هرومرو اوربند ته غاړه ږدي  او له جګړې لاس اخلي. یوه ستونزه دا ده چې له بده مرغه لا تر اوسه پر ښکیلو خواوو هغسې فشار چې  تمه یې کېږي نه دی راوړل شوی. کله چې موږ فشار یادوو، نو موخه مو هم کورنی فشار دی او هم نړیوال . په دې برخه کې تر  ډېره سلیقه یي چلند شوی او ښکیلو لوریو داسې فشار نه دی احساس کړی چې هغوی جوړ جاړي ته حاضر  شي، له جګړې لاس واخلي او اوربند ته غاړه کېږدي. په دې اړه چلند تر یو بریده د عذر  او زاریو بڼه لرلې ده او دا هغه څه دي چې په جګړه کې ښکیل  لوري  د جګړې دوام ته هڅوي او په جګړه کې د بري یو ډول کاذبه هیله او تمه ورکوي. باید کورنی او نړیوال فشار  دوام ومومي.
په هر حال د اختر په  ورځو کې دوه اړخیز اوربند یو ښه اوپر ځای  سوله ییز نوښت دی او باید ملاتړ او هرکلی یې وشي. اوس باید ټول کوښښ دا وي چې دا لنډمهالی  اوربند پر تلپاتې اوربند واوړي او جګړه د تل لپاره پای  ومومي.
پای/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.