05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لس غيرمسوول وسله وال کسان په تخار کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل دغبرګولي ٥ مه/ باختر  
تخار کې تيره شپه د غيرمسوولو وسله والو ترمنځ نښته کې  له دواړو لورو څخه دلسو کسانو دوژل کيدو سبب شوه .
دغه نښته پرون د غير مسوولو وسله والو قوماندانانو دافرادو ترمنځ  ددغه ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې  رامنځته شوه .
د تخار دوالي وياند محمد جواد هجري باختراژانس ته وويل ؛  نښته  په قورقساى کلي کې دقوماندان شيرعلي او قوماندان مهدي افرادو ترمنځ رامنځته شوه چې په پايله کې دقوماندان مهدي په ګډون له دواړو لورو څخه  لس کسان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
هجري وويل د پوليسو په مداخلې نښته په سيمه کې پاتى ته  ورسيده  او پوليسو د نورو  غيرمسوولو وسله والو کسانو د  بې وسلې کولو او نيولو هلې ځلې کوي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.