02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بدخشان پر خواهان ولسوالۍ د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه د بدخشان د خواهان ولسوالۍ د حوض شاه پر سيمې بريد وکړ چې د تلفانو په ورکولو سره تېښتې ته اړ شول.
د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د طالبانو ډله سره له دې چې د نېکمرغه کوچني اختر په درېيو ورځوکې اوربند اعلام کړى دى؛ خو د دې پرخلاف له درېيو شپو راپدېخوا هغوى د خواهان ولسوالۍ د حوض شاه پر سيمو بريدونه ترسره کړل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او د تلقاتو په ورکولو سره وتښتېدل.
هغه زياته کړه: په بريدونو کې ١٥ يرغلګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او يو سيمه ييز پوليس هم شهيد شو او دوه نور يې ټپيان شول.
نظري وويل چې دغه راز  وسله والو طالبانو يوه شپه مخکې د راغستان ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او په پايله کې درې تنه طالبان ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.