02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررییس محمد اشرف غني له امنیتي او دفاعي بنسټونو سره د شهیدانو وارثینو ته د رسېدا په اړه خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولی ۷ مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن ماسپښین د امنیتي او دفاعي بنسټونو له مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د رسېدا بهیر په اړه خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب هم حضور درلود، لومړی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د معلوماتي ډېټابېس ترتیبولو، د شهیدانو د وارثینو د اسنادو درج کولو او د امنیتي او دفاعي بنسټونو د ګډې پالیسۍ پر اساس د شهیدانو د وارثینو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورکو شویو او بندي سرتېرو د دوامدارملاتړ په اړه راپور جمهوررییس ته وړاندې کړ.

هغوی وویل، د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او د هغوی د وارثینو د معلوماتي ډېټابېس کار د بشپړېدو په حال کې دی او د امنیتي او دفاعي بنسټونو د ګډې پالیسۍ پر اساس به د شهیدانو د وارثینو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورکو شویو او بندي سرتېرو دوامداره ملاتړ کېږي.

جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له رهبرۍ د مننې ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو چې د خپلواکۍ او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره یې قرباني ورکړې، ستاینه وکړه.

جمهوررییس غني په چټکۍ د امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ وې ویل: ترسره شوي اقدامات کافي نه دي، د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د وارثینو حق پر موږ زیات دی او هغوی ته رسېدازموږ لوی مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې د وخت ضایع کېدل او کم کاري په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده.

د هیواد جمهورییس د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په قوانینو او بیروکراسۍ کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د رسېدنې په بهیر کې د ځنډ لامل ګرځي، اصلاحات رامنځته شي چې پر وخت له هغوی سره مرسته وشي.

جمهوررییس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته د بشپړې رسېدا ترڅنګ وویل: زموږ د امنیتي ځواکونو قرباني سپېڅلی ارزښت لري او هغوی ته باید د حقوقو، امتیازاتو او د هغوی له وارثینو سره د مرستو په برخه کې هېڅ ډول ځنډ او کم کاري ونشي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.