07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اتلس وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دغبرګولي ٨مه / باختر :
١٨ وسله وال طالبان پرون په زابل کې  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په بهير کې ووژل شول .
باختراژانس دزابل دامنيې قوماندانۍ دوياند محمد لعل اميري  دڅرګندونوله مخې خبرراکړ چې وسله والو طالبانو د شاه جوي ولسوالۍ دقلعه جعفر او قيوم په سيمو کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان  بريد وکړ چې  دپوځي شورا دپريکړې له مخې  دگډو هوايي ځواکونو  له خوا  پر دغوطالبانو بريدوشو . چې له امله يې   ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول .
اميري وويل چې په دې بريدونوکې  دوه تنه ماشومان هم ټپيان شوي دي .
خو دطالبانو وياند په يو پيغام کې  رسنيو ته ويلي دي چې حکومتي ځواکونو په دې پېښه کې دڅلورو ماشومانو په ګډون شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
  ختم _ ج _ اکرم

 

Last modified on Thursday, 28 May 2020 07:41

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.