د حج او اوقافو وزارت د معين پر موټر چاودنه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر  
د کاپيسا پوليس وايي چې د حج او اوقافو وزارت د معين موټر پرون له غرمې وروسته په واټ کې پر ښخ کړاى شوي ماين وخوت او هغه ته زيان نه دى رسېدلي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش رسنيو ته ويلي دي چې د حج او اوقافو وزارت د معين مولوي امين الدين مظفري موټر د دغه ولايت د کوهستان د دويمې برخې ولسوالۍ په مظفرکلي کې پر ماين وخوت او چاودنه وشوه.
هغه  زياته کړه: په پېښه کې د حج او اوقافو وزارت د معين يو ساتونکى شهيد شو او درې نور يې ټپيان شول او معين ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
پاى \ ذ

back to top