څوارلس پوځيان په پکتيا کې شهيدان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
په پکتيا کې ١٤ پوځيان تېره شپه د وسله والو طالبانو په بريد کې شهيدان شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند، باختر آژانس ته وويل چې د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې پر سرحدي منسوبينو د وسله والو طالبانو په بريد کې ١٤ پوځيان شهيدان او ٣ نور يې ټپيان شول.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو تر اوسه يې دقيق شمېر نه دى معلوم.
پاى/ ذ

Last modified on Friday, 29 May 2020 09:17
back to top