يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
د هرات پوليسو په تېرو دوو ورځو کې ١١کسان د جنايي جرمونو په اړوند په دغه ولايت کې نيولي دي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبانو دغه کسان يې د هرات ښار له بېلابېلو سيمو څخه د وژنو، وسله والو غلاوو او  د څارويو د غلا په تړاو نيولي دي.
له نيول شويو کسانو څخه ٣ تومانچې، ٣ موټرسايکلونه او څو غلا کړاى شوي څاروي هم ترلاسه شوي دي.
پاي \ ذ

Last modified on Friday, 29 May 2020 09:18
back to top