13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوه غير مسووله وسله واله ډله په تخار کې ونيول شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د تخار د پوليسو مسوولينو نن په دغه ولايت کې د يوې غير مسوولې وسله والې ډلې د نيولو خبر ورکړ.
د تخار د والي وياند محمد جواد هجري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې پوليسو د دغې ډلې د افرادو د نيولو په خاطر په فرخار ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې د دغې ډلې شپږ وسله وال غړي ونيول شول او د هغوى مشر ووژل شو او د هغوى څو جنګي وسايل ترلاسه شول.
هغه وويل چې په عملياتو کې يوه ښځه هم د دغو کسانو له منګولو څخه آزاده شوه.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.