13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: ٥ وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبغلان – کندز دلويې لارې امنيت تامنېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
ټاکل شوې ده  دکندز _ بغلان دلويې  لارې دامنيت دتامينولو لپاره  په دغه تګلوري کې  څو پوستې  جوړې شي .
دغه اقدام په دغه لويه لاره کې دناامنيو او دپيسو داخستلو له امله  دمسافرانو له شکايت وروسته ترسره کېږي .
د مرکزي بغلان  ولسوال  خانزاده مظلوميار  دباختراژانس سيمه ييز خبريال علي علمي ته وويل چې دغه پوستې  دخلکو او مسافرانو په غوښتنه  په راتلونکي  اوونيو کې دکندز – بغلان  دلويې لارې  په زيانمنونکوسيمو کې جوړېږي . او په دغو پوستو کې به  دملي اردو  اودملي پوليسو ځانګړي قطعات ځاى پرځاى شي .  هغه وويل  چې ددغو پوستو  په جوړولو سره دګرداب تر ساحې پورې  دمرکزي بغلان  دولسوالۍ دلويې لارې امنيت تامنېږي .
په کيله ګي کې د  ٢١٧ پامير قول اردو  دعامه نظم د دريمې لوا قوماندان  شهرياروويل:  دهغو پنځو پوستو له جملې څخه  چې ټاکل شوې ده دبغلان – کندز  په لويه لاره کې  جوړې شي  دوه پوستې  په پوليسو پورې  مربوطېږي  چې يو يې   په زاړه  بغلان اودويمه پوسته به يې په نوى بغلان کې جوړه شي .
هغه دغه راز وويل  چې درې نورې پوستې به په ملي  اردو پورې  اړوند وي چې له جرخشک څخه تر ګردابه پورې  جوړېږي .
ويل کېږي  چې پخوا هم  په دغوسيمو کې  ددغې لويې لارې دامنيت دتامينولولپاره  پوځي پوستې  موجودې وې .چې دوسله والو طالبانو له پرله پسې   بريدونووروسته  مقاماتو دغه پوستې  راټولې کړې . خو داځل پوځيان تصميم لري  چې په  قوت او زياتو تجهيزاتو سره به  ددغې لويې لارې  دامنيت دتامينولو لپاره اقدام وکړي .   ختم _ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.