11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : د دايکنډي ولايت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان شهيد شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ١٠ مه / باختر
د روزګان د  دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان تېره شپه شهيد کړاى شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د روزګان د والي وياند زړګي عبادي رسنيو ته ويلي دي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمد شاه شهيد کړى دى.
هغه زياته کړه چې په بريد کې د هغه دوه ساتونکي ټپيان شوي دي چې د درملنې په موخه د روزګان ولايتي روغتون ته ولېږدول شول.
شاه محمد شاه خپلې سترګې په جګړه کې له لاسه ورکړې وې او له دې سره سره، بيا هم د دهراوود ولسوالۍ د پوليسو چارې يې پرمخ بيولې.
په دې سربېره، وسله والو مخالفينو پر هغه ٢٥ ځلي بريدونه وکړل او ٧ ځلي ټپي شوى و.
پاى \ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.