09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دیارلس وسله وال طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر
د پکتیکا په یحیی خېلو، سروبې او ګوملې ولسوالیو کې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور یې ټپيان شول.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تېره شپه په ګوملې، سروبې او یحیی خېلو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښتو کې یو سرتېری هم شهید شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.