09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نوى خبر// وسله والو طالبانو د هرات د پوليسو د مسوول د سپرلى پرکاروان بريد وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې  تړلو يرغلګرو د هرات  دپوليسو د مسوول  د سپرلۍ پرکاروان  بريد وکړ .
په لومړنيو رپوټونوکې ويل شوي دي  چې په دې بريد کې جنرال  عبيد الله نور زي  ټپي شوى دى .
د لومړنيو خبرونوله مخې، د دغه جګپوړي امنيتي مقام  د سپرلۍ پرکاروان نن له غرمې مخکې  د پښتون زرغون ولسوالۍ  بازار ته څيرمه  د ماين چاودنه وشوه او وروسته  يرغلګرو په دغه کاروان  بريد وکړ .
د افغانستان په لويديځ کې يوجګپوړى  پوځي مقام  د هرات د پوليسو د مسوول دسپرلۍ پرکاروان بريد تاييدکړ خو جزييات يې  په ډاګه نه کړل .
په همدې حال کې ويل کېږي  چې د هرات د پوليسو د مسوول  دساتونکو او يرغلګرو ترمنځ  جګړه دوام لري .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
د دغې پېښې جزييات وروسته خپرېږي .
ختم _ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.