10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

درې طالبان په لوګر کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
د لوګر د مرکز په پوزه نیازي سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شول.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په پُل علم ښار پورې اړوند پوزه نیازي سیمه کې وسله والو طالبانو تېره شپه پر افغان ځواکونو برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/ ع


 

Last modified on Monday, 06 July 2020 08:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.