05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کابل- مزارپر لويې لارې د طالبانو ناکامه بريد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- پلخمري / د چنګاښ ١٧مه/ باختر
د کابل-مزار پرلويه لار د وسله والو طالبانو بريد ناکام شو.
دغه بريد چې تېره شپه وشو٩ طالبان ووژل شول او٥ نورټپيان شول.
د رارسېدلوخبرونو له مخې، پردغو يرغلګروهغه وخت پوځيانو ډزې وکړې چې غوښتل يې د پلخمري ښارپه مربوطاتو کې د کابل - مزار په لويه لاره کې په درېدو سره سوداګريزکاروانونه ودروې او اور ورته واچوي.
د بغلان د پوليسو وياند جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل؛ په دې نښته کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نورټپيان شول.
ده تاييد کړه چې يرغلګرو په سودا ګريزو کاروانونو د بريد نيت درلود خوسيمې ته        په وخت سره د پوځيانو په رسېدو سره هغوى په خپل کاربريالي نه شول.
د بغلان د پوليسو وياند وايي  د دغې پېښې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو سيمه ييزقوماندان په متقي مشهورقاري جمعه ګل هم شامل دى.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.