05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

درې کسان کابل کې له داعش تروريستي ډلې سره د همکارۍ په تور ونیول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ۱۷ / باختر
د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د قوماندانۍ ځواکونو، نن درې کسان د کابل په مربوطاتو کې له داعش تروريستي ډلې سره د همکارۍ په تور ونیول .
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژآنس ته خبرورکړ: د پولیسو دځانګړو قطعاتو د قوماندانۍ ځواکونو په هدفمندوعملیاتو کې دري کسان  له داعش تروريستي ډلې سره دهمکاري په تور د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۳ کلاشینکوفونو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره ونیول شول .
د یوبل خبرله مخې:  د دغو ځواکونو په هغوعملیاتو کې چې د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول د طالب تروريستانود جنګي وسايلو۳ ډيپوګانې او پوځي تجهیزات کشف او له منځه یووړل شول، له دغو ډيپوګانوڅخه یوه  داشکه،۳۸  ډول ډول ماینونه،۵۰ جوړې پوځي جامې ، څو توغندې، ۱۶۰کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي ، لاسی بمونه او یو موټر سایکل تر لاسه شوي دي.
پای شکریه خروټې

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.