07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم برید شوی دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۱٨ مه / باختر
نن سهار د قندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ ودانیو ته څېرمه موټر بم برید شوی دی.
ځایي چارواکي وايي چې چاودنه د ملي اردو د انټرنېشنل موټر پر مټ شوې ده.
د قندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي: وسله والو طالبانو پلان درلود چې د شاه ولیکوټ پر ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ د موټر بم برید وکړي، خو پولیسو له چاودنې مخکې پرې ډزې کړې او ولسوالۍ ته څېرمه یې چاودنه کړې ده.
بهیر زیاتوي چې د چاودنې د سختوالي له امله د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ زیانمنې شوې دي او دغه راز په پېښه کې ۳ پولیسان شهیدان شوي او د ملکي او پوځي کسانو په ګډون ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.
پای/وصال

Last modified on Wednesday, 08 July 2020 07:38

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.