يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر :
د دايکنډي ولايت  په ميرآمور ولسوالۍ کې  د پوليسو  اود غير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ  د جګړې له امله  يو غير مسوول وسله وال  ووژل شو او يو بل يې  ټپي شو .
  د دايکنډي د والي وياند  عباس  کاميار باختراژانس ته وويل: چې دغه  جګړه  پرون ناوخته  د غير مسوولو وسله والو کسانو  د قوماندان  علي فدايي  د افرادو  او  پوليسو ترمنځ  په دغې ولسوالۍ کې رامنحته شوه  چې له امله يې د علي فدايي  يو وسله وال کس ووژل شو اويو تن بل يې ټپي شو اونور يې له ساحې څخه وتښتېدل .
هغه وويل:  چې په دې جګړه کې  د غيرمسوولو وسله والو کسانودوه موټرونه  او يوموټرسايکل د پوليسو لاس ته ورغلى دى .
  ختم _ ج _اکرم

back to top