06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ٢٢مه / باختر
د دايکنډي د پاتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد کې تېره شپه پنځه پوځيان شهيدان شول.
د دايکنډي د پاتو ولسوالۍ سېد طاهر اعتمادي د باختر آژانس له سيمه ييز خبريال سره په ټليفوني اړيکه کې وويل چې دغه پوځيان د دغې ولسوالۍ د بند زيارت پر امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد کې شهيدان شول.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې درې پوځيان ټپيان شول او درې نور يې بې درکه شوي دي.
هغه وويل  چې د هوايي ځواکونو په بريدونو کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى.
خو د دايکنډي د والي وياند عباس کاميار وايي چې په پېښه کې ١٢وسله وال طالبان وژل شوي دي او دغه راز ٤ ولسي پاڅون کوونکي شهيدان او دوه نور يې ټپيان شول.
ختم- ج - اکرم

 

Last modified on Sunday, 12 July 2020 08:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.