05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يرغلګر د سمنګانو د ملي امنيت په ودانۍ کې ځاى پرځاى شوي دي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
له هغه وروسته چې يو ځانمرګي بريدګر په خپل موټر کې ځاى پرځاى شوي ، چاوديدونکي توکي  د سمنګانو د ملي امنيت  د ودانى په دروازه کې  وچاوه.
يوه ډله  ځانمرګي بريدګر  دغې ادارې ته ننوتل او جګړه يې پيل کړه .
زموږ خبريال  د سمنګانو له مرکز ايبکو ښار څخه  خبرورکړ، پوځيانو د پېښې شاوخوا سيمې د تګ راتګ پرمخ تړلې دي اود يرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ  جګړه دوام لري. 
د سمنګانو د والي وياند صديق عزيز له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل: پوځيان  هلې ځلې کوي  چې د يرغلګرو په  وژلو سره جګړه  پاى  ته  ورسوي.
له بله پلوه د سمنګانو  د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالخليل مصدق وويل:  له دغې پېښې څخه  تراوسه پورې   ٤٣ تنه ټپيان  روغتونونوته لېږدول شوي دي .
هغه وويل: په ټپيانو کې درې ماشومان، يوه ښځه، او د ملي امنيت  ١١منسوبين شامل دي.
د دغې پېښې زياتره ټپيان ملکي وګړي  او د ايبکو ښاروالۍ  کارکوونکي دي چې د سمنګانو د  ملي امنيت  د رياست په وړاندې موقعيت لري. ختم_ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.