13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې يو تن د خپلې کورنۍ درې غړي ووژل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
د پروان په چاريکارو ولسوالۍ کې پرون يوه سړي د خپلې کورنۍ درې غړي ووژل.
د پروان امنيه قوماندان نصيراحمد کاپيساوال د دغه خبر په تاييد سره باختر آژانس       ته وويل چې يوه سړي د دغه ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په شېرباقي خېلو کلي کې خپله مېرمن، پيغله خور او خپل نيکه د تومانچې په ډزو سره ووژل.
کاپيساوال د دغې وژنې علت کورنۍ تاوتريخوالى وباله او زياته يې کړه چې تورن له سيمې څخه تښتېدلى او پوليسو د هغه د نيولو په خاطر هلې ځلې پيل کړې دي.
د يو بل خبر له مخې:
د پروان پوليسو د دغه ولايت د جبل السرج ولسوالۍ په آبشنګ سيمه کې په پروان- باميانو لويه لاره کې تر يوه پلګوټي لاندې د يو ماين په کشف سره د يوې چاودنې مخه ونيوله.
پاى \ ذ

Last modified on Tuesday, 14 July 2020 08:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.