13 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبانو په سرپُل کې ١٠ بزګران له ځان سره بوتلل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
وسله والو طالبانو پرون د سرپل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې ١٠ بزګران له ځان سره بوتلل.
د سانچارک ولسوال وویل چې دغه بزګران د دغې ولسوالۍ په مسجدسبز کلي کې له خپلو کروندو د غنمو په راټولولو بوخت وو چې له غرمې وروسته يې طالبانو له ځان سره بوتلل.
تراوسه د دغو بزګرانو د تښتولو د دلیل او د هغوى د برخليک په اړه معلومات نشته او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاى / سعیده

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.