09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سمنګانو کې وروستى تروريستي بريد وغندل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
د بلخ ولايتي شورا او مدني بنسټونو نن د يوې غونډې په ترڅ کې په سمنګانو کې پرونى تروريستي بريد وغانده.
د باختر آژانس سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په مزارشريف ښارکې جوړه شوې وه؛ وينا والو هغه تروريستي بريد چې د څه دپاسه ١٠ تنو د وژل کېدو او څه ناڅه ١٠٠ پوځي او ملکي وګړو د ټپي کېدو سبب شو؛ په کله وغانده او له دولت څخه يې وغوښتل چې د خلکو د وژنې د بندولو په خاطر له طالبانو سره د سولې پروګرام ګړندى کړي.
دوى له طالبانو څخه وغوښتل چې د قطر په ژمنو عمل وکړي، له جګړې او وينې توئيدو څخه دې لاس واخلي، د سولې له بهير سره يوځاى شي او د هېواد په سمسورتيا او آبادى کې خپل فعاله ونډه واخلي.
په دغه تروريستي بريد کې ١٠ تنه شهيدان او څه ناڅه ١٠٠ تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دغه بريد په ايبکو ښار کې دولتي او خصوصي ودانيو ته زيات مالي زيانونه اړولي دي.
پاى \ ذ

Last modified on Tuesday, 14 July 2020 11:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.