15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د داعش خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مسوول په ننګرهار کې ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۱۱ مه / باختر

د داعش خراسان څانګې د استخباراتو عمومی مسوول اسدالله اورکزی، چې په ضیاالرحمن مشهور و، نن په ننګرهار کې ووژل شو.

د ملي امنیت عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې  اسدالله اورکزی د ملي امنیت ریاست د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې  د جلال آباد په مولوي خالص فامیلیو کې ووژل شو.

په خبر  پاڼه کې ویل شوي دي چې اسدالله اورکزي د داعش کورني مخالفان په بې رحمۍ وژل او په افغانستان کې پر ملکي او پوځي غوڼدو د دغې ډلې د خونړیو بریدونو مسوول و او له دې امله  د داعشي قصاب په نوم مشهور شوی و.

اسدالله اورکزی د دیورند کرښې پورې غاړې ته د اورکزیو ایجنسۍ و.

د یادولو ده چې د ملی امنیت اړوندانو د روان کال په وري کې د داعش خراسان څانګې مشر اسلم فاروقی د داعش له نولسو غړیو سره د هېواد په جنوب کې ونیو.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.