15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبانو د غزني يو مدني فعال وواژه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ دزمري١٢مه/باختر:
وسله والو طالبانو د غزني  يومدني فعال د هغه د کورنى د غړو په وړاندې په ډزو سره وواژه .
عصمت الله سلام پرون ناوخته په داسې حال کې چې له خپلې کورنى سره په موټر کې له غزني ښار څخه خپل ټاټوبې اندړو ولسوالى ته روان و ، د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو  د ډلې جګړه مارانو پرې بريدوشو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ يرغلګرو دغه مدني فعال له موټر څخه کوز کړ او د هغه د کورنى غړو په وړاندې يې په ډزو سره وواژه .
  د غزني  يو امنيتي مسوول  له رسنيو سره په اړيکه کې  دغه پېښه تاييد کړ او ويې ويل  چې عصمت الله سلام  دولتي دنده نه درلوده. اويواځې  مدني فعال او د زندګي د مدني ټولنې غړى و .
هغه وسله وال طالبان  د دغې پېښې عامل وبلل.
د غزني يو امنيتي مسوول وايي چې عصمت الله سلام د اختر مبارکي په خاطر خپل ټاټوبې اندړوولسوالۍ ته  روان و .
داپه داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د اختر په دريو ورځوکې په افغانستان کې اوربند اعلا م کړى دى .  ختم _ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.