12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سپین بولدک پېښې د پلټنې لپاره لوړپوړی حکومتي پلاوی قندهار ته ولاړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۱۲ مه / باختر

د  قندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اختر په شپه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني سرتېرو له خوا د پیل شوې تاوتریخوالي او جګړې د هر اړخیزې څېړنې په موخه یو لوړپوړی حکومتي پلاوی نن قندهار ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا دفتر  معلوماتو له مخې؛ د ا پلاوي  چې  مشري یې  د ملي امنیت شورا دفتر مرستیال کوي او د بهرنیو چارو، دفاع او کورنیوو چارو وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ملي امنیت د لوی ریاست باصلاحیته استازي یې غړیتوب لري‌، په قندهار کې به له ځایي چارواکو سره تر کتنې وروسته د پېښې سیمې ته هم  لاړشی.

دا پلاوی به پېښه په هر اړخیزه توګه څېړي او د خپلو موندنو نتایج به په یوه ځانګړې راپور کې جمهوررییس ته سپاري.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.