01 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو د فرنګ د امنیې قوماندانۍ پوځي تجهیزات لوټ کړل

طالبانو د فرنګ د امنیې قوماندانۍ پوځي تجهیزات لوټ کړل

کابل / د تلې ۹ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د فراه والي په دغه ولایت دوه روغتونونه ولیدل

د فراه والي په دغه ولایت دوه روغتونونه ولیدل

کابل / د تلې ۹ مه / باختر د فراه والي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار په جيل د بريد طراح او د داعش يو جګپوړى قوماندان ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دزمري ١٦مه /باختر:
محمد سعيد تېره شپه  په کونړکې  د کوماندو ځواکونوپه عملياتوکې ونيول شو
هغه د ننګرهار په جيل د بريد اصلي طراح اوپه افغانستان کې د داعش ډلې  يو ډير ظالم قوماندان شمېرل کېده .
د ننګرهار په جيل د داعشيانو په بريد کې  د طالبانو اوداعشيانو په ګډون  د ٢٠٠ بنديانو د تښتېدلو تر څنګ دېرش تنه ووژل شول  اويوشمېر نورټپيان شول.
د افغانستان په ختيځ کې د کوماندو ځواکونو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې محمد سعيد د ډاراچوونکو برېدونو د طرحه کولو ترڅنګ  له عراق ، سوريې ، ليبيا،ايران ،پاکستان او له منځني اسيا څخه  افغانستان ته د داعش ډلې  د بهرنيو ډاراچوونکود لېږدونې  مسوول و .
  د کوماندو ځواکونو دغه قوماندان وايي چې محمد سعيد د افغانستان ځينوسيمو ته د سلګونو بهرني داعشيانو د ليږدونې اصلي عامل و .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ د داعش دغه جګپوړي قوماندان په افغانستان کې د يولړ نويو ډار اچوونکو برېدونو په سازمان ورکولو بوخت و .چې ونيول شو.
د افغانستان دفاع وزارت هم  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د محمد سعيد نيول تاييدکړ او  هغه يې  د داعش ډلې ډيرظالم قوماندان  يادکړى دى.
  ختم – ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.