22 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د يو توغندى د لګېدو له امله اته کسان ټپيان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
په تېروتنې سره  د هرات  د ملي امنيت  د يوسرتيرى له خوا د ار پي جي- ٧ د يو توغندى د لګېدو له امله اته کسان ټپيان شول.
د هرات د والي وياندجيلاني فرهاد وويل : دغه توغندى نن سهار په تېروتنې سره  وتوغول شو او د هرات د ملي امنيت رياست ته څېرمه  په يودوکان ولګېد.
د هرات  د عامې روغتيا رياست  وياند وويل چې د درېو پوځيانو په ګډون د دغې پېښې اته تنه ټپيان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي  چې د درېو تنو روغتيايي حالت خراب  دى .
که څه هم دغه پېښه يوه تېروتنه بلل شوې ده،  خود ملي امنيت مسوولين په دې برخه کې  په تحقيقاتو پيل کړي دي .
ختم _ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.